ویکي لیکس :او د پنجاب پر وړاندې د ټینګ دریځ اړتیا
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د جولای ۲۵ مې روسته ، چې ویکي لیکس ویبپاڼې د پنجابي واکمنو کړیو ، القاعدې اوطالبانو تر منځ پټې اړیکې رسوا کړي د پنجاب پر ستوني د نړیوالو ، سیمې او افغانانو د فشار کړۍ لاتنګیږي.

د رسواشویو لاسوندونو له مخې دا اړیکې دومره څرګندې ، ښکاره او بربنډې دي چې پنجابي واکمنان يي په هیڅ راز دوه مخۍ او چلوټو سره له دې روسته نشي پټولای !

ویکي لیکس په حقیقت کې د پنجاب د رسوايۍ تشت له بامه راوغورځاوه او د هغه مثلث په افشاګیرۍ يي چې د افغان مظلوم ملت د ځپلو په نیت د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو ، پنجاب او ترهګرو ترمنځ جوړ شوی د افغانانو او نړیوالو زړه یخ کړ .

په افشا شويو لاسوندونو کې چې شمېر يي له نوي زرو اوړي د بېلګې پتوګه ځینو کې داسې لولو :

«  د پاکستان د جماعت العلما ګوند مشر مولوي فضل الرحمن نامالومو خلکو ته په لشګرګا کې روپۍ ورکوي چې تبليغاتي پاڼې د ليک په ډول ووېشې . په دغو تبليغاتي پاڼو کې يادونه شوېده چې هغه کوربه (افغان، ژ) سربولن چې له امريکايي ځواکونو سره کار کوي، د امريکايانو په څیر دي، نو ځکه بايد مړه شي . هره پاڼه د کورني (افغان) او امريکايي سربولنو د مرګ په بدل کې په يوه نامالومه کچه د روپيو د ورکولو وړانديز کوي . »

په ځينو کې دا هم راغلي چې د حمید ګل په ګډون د ای اس ای یو شمیر برحال او متقاعد مامورین طالبانو سره په تیرو څو کلونو کې غږیدلي او دغې ادارې د جلال الدین حقاني ډلي ته د افغان جګړې د ګرمولو لپاره زرعرادې موټر سایکلونه هم اخیستي دي.

یو بل رپوټ کې چې د ۲۰۰۸ په اګست کې پوځ ، مشرانو ته ورکړی راغلي چې د پاکستان استخباراتو او طالبانو په ګډه د ولسمشر حامد کرزي د وژلو پلان جوړ کړی دی.

جنرال حمیدګل د جولای په ۲۷ مه یوه مرکه کې وايي : موږ له طالبانو سره د نورو اهدافو په اړه خبرې کړي ، خو د امریکا د بربادۍ په اړه مو هغوی ته نظر نه دی ورکړي .

د افشاشویو لاسوندونو ځغلند غورچاڼ په ګوته کوي چې له ۲۰۰۱ کال او په تېره بیا له ۲۰۰۴ کال روسته ، پنجاب بیا هم د تل پشان د یوې موخې لپاره جنګیږي او هغه په کابل کې د افغان ملي دولت د جوړېدو مخنیوي دی !

دا چې جنرال حمیدګل وايي موږ له طالبانو سره د نورو موخو په باب خبرې کړي نه د امریکا د بربادۍ په اړه ، خپله څرګندوي چې پنجاب په هرحال کې خپل تاریخي دوښمن افغانستان له پامه نه غورځوي .

د پنجاب او ترهګرو تر منځ پر پټو او خوږو اړیکو چې عمدتآ د افغانستان پر وړاندې رامنځته شوی د ویکي لیکس وبیپاڼې د رسوایۍ  په اړه د سیمې او نړۍ د رسنیو او مشرانو د غبرګون لړۍ ادامه پیداکوي .

 د انګلستان لومړی وزیر ښاغلی ډیویډ کامرون چې د پاکستان ګاونډي او سیال هیواد هند ته تللی د جولای په ۲۸ مه يي پاکستان ته ، د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل داسي نه شي کېدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي.

بلخوا  د جرمني وتلې رسنۍ شپیګل تقریباً په ټولو افشا شویو سندونو کې د پاکستان نوم  اخلي

 « د شپیګل انلاین نشریې له لیکنې سره سم په خپرو شویو سندونو کې څرګندېږي د افغانستان د حکومت مخالفې ډلې، طالبان، د حقاني شبکه، د حکمتیار اسلامي حزب او القاعده په مختلفو شکلونو د پاکستان له استخباراتي شبکې سره تماسونه لري...... د شپیګل انلاین له لیکنې سره سم په خپرو شویو سندونو کې داسي کومه پېښه نشته چې د آی ایس آی نوم پکې په ښکاره او واضح ډول نه وي یاد شوی .

په یوه سند کې چې د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په دېرشمه ثبت شوی ، ویل شوي چې آی ایس آی د القاعده په همکارۍ د (جنرال) په نوم یوه شپږکسیزه ډله جوړوي.د دې شپږ کسیزې ډلې غړي دوه تنه چینایان، دوه ازبکان او بل عرب دی.دا کسان وروسته خوست ته استول کېږي. »

افغان رسنیو او مشرانو خو تل افغانستان کې د ترهګرو یرغل چې پنجاب يي ملاتړ کوي غندلی او وخت په وخت يي پنجابي واکمنانو او نړیوالو ته په دې اړه خبرتیا ورکړې .

د ویکي لیکس د لاسوندونو د افشا په اړه د هېواد ولسمشر حامدکرزي د جولای په ۲۹ مه یوې خبرې غونډې ته وویل : لوېدیځوال کولی شي چې په پاکستان کې د طالبانو اډې ویجاړې کړي، خودوی نه غواړي چې دا کار وکړي. کرزي زیاته کړه د تروریزم پرضد جګړه د افغانستان په کلیو او کورونو کې نشته بلکې له افغانستانه د باندې ده چې پناه ځایونه، روزنځایونه اود پیسو د راټولولوسرچینې یې هلته موجودې دي . همدارنګه کرزي وویل ، که لوېدیځوال وغواړي کولی شي پردغو اډو او مرکزونو برید وکړي او له منځه یې یوسي خو دا موږ ته د پوښتنې وړ ده چې دوی ولې دا کار نه کوي. »

بلخوا د امريکا بیلا بیل چارواکي د ويکيليکس له خوا د ۹۲ زره پټو او له رازونو ډکو افشا شوو اسنادو سموالی مني ، خو افشا کیدل یې غندي.

« د جولای په ۲۸ مه ولسمشر باراک اوباما هم دا کار وغنده او ویې ويل چې په افشا شوو سندونو کې نوي څه نشته. د امريکا د دفاعي چارو مشاور جيمز جونز هم په خپلو څرګندونو کې د اسنادو افشا کیدل غندلي خو دا یې نه دي رد کړي چې دا اسناد رښتيا نه دي . »

داچې ولي امریکايي مشران یوخوا د لاسوندونو د سموالې په هکله د تایید سرښوروي او له ترهګرو سره  د پنجاب په اړیکو باوري دي او بلخوا بیا د پاکستان په وړاندې د اقدام په اړه چوپ پاتیږي ، د حیرانتیا وړ ده چې راتلونکې به يي روښانه کړي !

 امریکا چې تورلګوي جنرال حمید ګل له القاعده سره اړیکې لري نو بیا ولې ورته ګوري او نوموړی په تور لیست کې نه نیسي !

دا چې په سیمیزه او نړیواله کچه د افغاستان په اړه ، د پنجاب چلوټې او یرغلونه ورځ تربلې افشاکیږي نن يي ورځ ده چې ټول افغانان په یوموټيتوب سره د نړیوال بهیر سره همغږي شي . طالبانو ته هم پکار وه چې د افغان دولت ترڅنګ د پنجاب پر وړاندې دریدلای وای . خو له بده مرغه دوی بیا هم د پخوا پشان ددې پرځای چې د پنجاب پر وړاندې له افغاني او نړیوال بهیر سره یوځای شي په کندهار کې اویا قومي مشرانو ته خبرداری ورکړ چې له هیواده ووځي .

« هم دا نن د جولای ۲۹ مه ، د کندهار دولايتي شورا مرستيال وايي چې وسلوالو طالبانو دپنجوايي ولسوالي ٧٠ قومي مشران ګواښلي چې  په راتلونکو پنځو ورځو کې له افغانستانه  ووځي کنه نو وبه وژل شي  »

دا حقیقت کې د طالبانو په لاس د ویکي لیکس د روستیو افشاګیریو په بدله کې د پنجاب ځواب وي !

په دې توګه د پنجاب پروړاندې د یووالی او ټينګ دریځ اړتیا ورځ تربلې زیاتیږي !

اخځونه :

ټول افغان ، افغان جرمن انلاین او تاند بریښناپاڼې

د ۲۰۱۰ کال د جولای ۲۹ مه


July 30th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی